د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان په يوه راپور کي ويلي، چي په تېرو درو کلنو کي ۲.۷ ميليونه افغان کډوال د پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راغلي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د ننګرهار د تورخم د لاري، د هلمند د بهرامچې د لاري او د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د دغو افغان کډوالو زياته برخه د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي چي دغه افغان کډوال دلته افغانستان کي د سرپناه، روغتيايي خدماتو او بېکارۍ د ستونزو سره مخ دي.