د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکتوبر تر دريمي نېټې پوري له ایرانه څخه ۵۸۱ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته راغلي.
د دې ادارې د راپور له مخي، په دغو کسانو کي تر ۴۹۲ زره ډېر ئې له ایرانه څخه په زور ايستل سوي، چي د ټولو راستنېدونکو ۸۵ سلنه جوړوي.
د راپور له مخي، په ۲۰۲۵ کال کي هم شاوخوا یو میلیون او ۹۰۰ زره افغانان له ایرانه افغانستان ته راغلي وو.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چي د کډوالو پراخي راستنېدني په افغانستان کي پر کورونو، لومړنیو خدمتونو او د کار موندني پر فرصتونو فشار زیات کړی دئ.