د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کي ۱.۲۹ میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته راغلي.
د دې ادارې د راپور له مخي، له راستنېدونکو څخه شاوخوا ۵۶۷ زره کسانو مرستي ترلاسه کړي‌ دي.
ياد سازمان وايي چي ډېری راستنېدونکي افغان کډوال په ننګرهار او کابل کي مېشت سوي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم ویلي، چي د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د اګست تر پایه شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه سوي دي.