د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ سرمشریزه غونډه کي افغانستان ته بلنه نه ده ورکول سوې

د امریکا په نیویارک کي د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ سرمشریزه غونډه د نړۍ له لر او بره د لسګونو مشرانو په ګډون دا اونۍ پیلېږي خو افغانستان ته بلنه نه ده ورکول سوې.

سږنۍ ناسته د ملګرو ملتونو ۷۹مه سرمشریزه ده چي ټاکل سوې د نړۍ څه باندي ۱۹۰ هیوادونو استازي پکښي برخه واخلي.

د نړۍ ګڼ مشران په دغه غونډه کي د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلي، خو په افغانستان کي د سرپرست حکومت کوم استازی دغه غونډي ته نه دی بلل سوی او افغان چارواکو پر دې کار نیوکه کړې.

د طالبانو د قطر دفتر سیاسي مشر سهېل شاهین چي په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دایمي استازولۍ ته هم معرفي سوی، خو منل سوی نه دی د دې سرمشریزي د جوړېدو په درشل کي ویل، د خلکو ملاتړ او پر ټول هیواد له واکمنۍ سره سره د دوی کوم پلاوی د ملګرو ملتونو عمومي ناستي ته نه دی بلل سوی.

هغه پر اېکس خپل خپور سوي پیغام کي زیاته کړې داسي تګلاره هیڅ ستونزه نه حلوي بلکي لا واټن رامنځته کوي.

شاهین دا د ملګرو ملتونو د هغه دریځ واضح مخالفه کړنلاره بللې چي د ده په وینا وايي، له طالبانو سره به تعامل ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *