د ملګرو ملتونو له خوا په نشر سوي راپور کي ويل سوي چي په افغانستان کي د ماینونو او جګړو څخه د پاته سوو انفجاري موادو

د ملګرو ملتونو له خوا په نشر سوي راپور کي ويل سوي چي په افغانستان کي د ماینونو او جګړو څخه د پاته سوو انفجاري موادو له امله هره میاشت له ۵۴ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دغه راپور له مخي، د قربانیانو لویه برخه ماشومان دي او شاوخوا ۷۷ سلنه ماشومان په دغه ډول پېښو کي قرباني کېږي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چي دا وضعیت د اندېښنې وړ دئ او اړینه ده چي د ماینونو پاکولو چارو ته جدي توجه وسي.

دغه سازمان همداراز د عامه پوهاوي پروګرامونو پر پیاوړتيا ټینګار کړی، څو خلګ له دې مرګونو خطرونو خوندي پاته سي.