د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه په دوحه کي درېیمه غونډه سبا پیلېږي

د ا.ا عمومي وياند ذبيح‌الله مجاهد په مشرۍ يو پلاوى د دوحې په غونډه کي د ګډون لپاره نن دوحې ته رسېدلى دى.
د غونډې اصلي بحثونو ته د ا.ا وربلل او د مدني ټولني د غړو په ځانګړې توګه افغان ښځو ته د نه بلني له امله په دې ناسته باندي ډېري نیوکي سوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چي په دې غونډه کي به د ا.ا په رسمیت پېژندلو تمرکز ونه سي او د جولای په دویمه به د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی له افغان ښځینه فعالانو سره د دوه ورځنۍ غونډي له پای ته رسېدو وروسته وګوري.