د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، له ایرانه ۶۰ سلنه افغان کډوال په جبري ډول ایستل کیږي

د مهاجرت نړیوال سازمان له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنیدلو په اړه په یو راپور کي ویلي چي له دغه هیواد څخه تر ۶۰ سلنه پوري ستنیدونکي کډوال په جبري ډول او یوازي ۴۰ سلنه یې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه کیږي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنیدلو په شمیر کي په زیاتوالي باندي اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چي د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د جولای تر میاشتي پوري له ایران څخه ۱.۷ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه سوي چي اکثره یې له دغه هیواد څخه په جبري ډول ستنیدلو ته اړ سوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چي د ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر په بې ساري ډول زیات سوی او هره ورځ په زرګونو افغانان یا په جبري ډول او یا په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه کیږي.

د ملګرو ملتونو د وینا له مخي ترهغه چي په افغانستان کي د سیمي د هیوادونو له خوا د افغان کډوالو د خوندي ستنیدلو د شرایطو څخه ډاډ نه وي ترلاسه سوی باید چي دغه هیوادونه د افغان کډوالو د ستنیدلو او شړلو بهیر بند کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *