د موروکو اوسيدونکې د درني زلزلي وروسته د ژمې سختې شپي او ورځې تيروې.

د مراکش چارواکو وویل چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په اتمه د 6.8 درجي زلزلي په جریان کې د دوزرو په نوم د مراکش یو کلی د یوي ویجاړونکې زلزلي له پایلو سره مبارزه کوې چې شاوخوا 3000 کسان یې وژلي او له 60،000 څخه ډیر کورونه یې زیانمن کړې. دغه کلی، چې د مراکش سویل ختیځ ته ۸۰ کیلومتره لرې پروت دی، ۱۵۰ کورنۍ لرې .

له دغو کورنیو څخه شاوخوا ۱۲۰ کورنیو ته دولتی مرستې، د ۲۵۰۰ درهم (۲۵۰ ډالره) میاشتنی معاشونه یا د بیارغونې لپاره ۲۰،۰۰۰ درهم (۱،۹۹۰ ډالره) ورکړل شوی دی. د جنوری په پای کې ، د مراکش حکومت راپور ورکړ چې ۵۷۰۰ کورنیو میاشتنی معاشونه ترلاسه کړی او له ۴۴۰۰۰ څخه ډیرو کورنیو د بیارغونې مرستې ترلاسه کړې.