د عوامي نېشنل د ګوند د غړي، د پښتنو د قوم د ږغ پورته کوونکي او سیاستوال مولانا خانزيب جنازه د جمعې په ورځ په باجوړ کي په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارل سوه.
مولانا خانزيب د پنج شنبې په ورځ تر غرمې وروسته نامعلومو وسلوالو ويشتلی وو، چي په روغتون کي ئې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې وه او ش.هيد سوو.
مولانا خانزيب د پښتنو د تاریخ یوه مهمه او الهام بخښونکې څېره وه، چي د پښتنو د حقونو او هویت د ساتني له پاره ئې خپل ژوند وقف کړی وو. هغه د خپل وخت یو نامتو عالم، لیکوال او د پښتنو د ږغ پورته کوونکی وو، چي د پښتنو د ټولنیز، سیاسي او کلتوري بیدارۍ له پاره ئې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کولې. مولانا خانزيب به تل پښتانه د خپلو حقونو له پاره مبارزې کولو ته هڅول او د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندي به ئې ږغ پورته کولو ته هڅول.