د ميدان وردګو د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په دایمیرداد ولسوالۍ کي د لاسي بم د چاودني له امله شپږ کوچنيان ټپيان سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته سوې، چي يادو کوچنيانو په دغه لاس بم لوبي کولې.
باید وويل سي چي تر دې مخکي په ننګرهار او پروان ولایتونو کي هم د ورته چاودنو له امله دوه کسان وژل سوي وو او څلور نور ټپيان وو.