د ميدان وردگ ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کي د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د ځغاستي سيالۍ ترسره سوې

مسوولین وایي، دغه سیالۍ، چي د نويو ځوانانو او ځوانانو تر منځ د عمر کټگورۍ پر اساس ترسره سوې، په پايله کي قدرت الله لومړی، حکمت الله دويم او آرين بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

ځوانان وایي، دا ډول سیالۍ باید زیاتي سي تر څو ډيری نور ځوانان هم سپورټ ته مخه کړي.