د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اوسېدونکي د سختي وچکالۍ سره مخ دي، د دې ولسوالۍ په ځینو کلیو کي د اوبو د کمښت له کبله خلګ اړ سوي چي خپل زرغونه باغونه وکاږي، ځکه چي د اوبو نشتوالی د دوی د ژوند او کرني له پاره لوی خنډ ګرځېدلی دئ.
د میوند ولسوالۍ اوسېدونکو د دولت څخه په ټینګار غوښتنه کړې، چي د دوی د ستونزو د حل له پاره د اوبو بندونه جوړ کړي. دوی وايي، د اوبو د بندونو جوړول به نه یوازي د اوبو ذخیره کولو مرسته وکړي، بلکي د وچکالۍ د مخنیوي او د کرني د بیا راژوندي کولو له پاره به هم مرسته وکړي. دوی زیاتوي چي د اوبو مدیریت او د بندونو جوړول به د دوی اقتصادي وضعیت ښه کړي او د کلیو خلګ به له کډوالۍ او بېوزلۍ څخه وژغوري.
د ځایي اوسېدونکو په وینا، وچکالۍ نه یوازي د دوی کرنیزي ځمکي زیانمني کړي، بلکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ئې هم محدود کړی دئ. دوی له حکومته غواړي چي د دې ستونزي د حل له پاره ژر تر ژره عملي ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چي وچکالي په افغانستان کي یوه پراخه ستونزه ده چي په تېرو کلونو کي ئې په بېلابېلو ولایتونو کي زرګونه کسان اغېزمن کړي دي. د میوند ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، که د اوبو د مدیریت لپاره سمدستي اقدامات ونه سي، نو د دوی اقتصادي او ټولنیز وضعیت به نور هم خراب سي