دوي وایي، د پخوا په پرتله د مڼو یا سیبو تولیدات ښه سوي او د دغه ولایت د مڼو بڼوال د مڼو د کرکیلې، د تولیداتو، د مڼو د راشکولو او زیرمه کولو په اړه بشپړ پوهاوی لري.
خو د میدانوردګ د مڼو بڼوال خپلو میوو ته مناسب بازار او د مڼو د زېرمه کولو لپاره معیاري سړې خونې نهلري.
بلخوا د میدانوردګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عیدمحمد ظاهري وايي، د پخوا په پرتله دغلته د مڼو حاصلات سږ کال ۳۰ سلنه لوړ سوي دي او اټکل سوی چې سږ کال به د میدان وردګ ولایت له باغونو څخه ۱۵۰ زره مټریکه ټنه مڼې ترلاسه سي.
میدانوردګ پلازمېنې کابل ته څيرمه کرنیز ولایت دی چې ډيری اوسیدونکي یې په کرنه، مالدارۍ او بڼوالۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.