د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست مسوولین وایي چي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کي پر شاوخوا څلور زره بې‌وزله او اړو کورنیو نغدي مرسته ووېشل سوه

د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي هري کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وېشل سوې.

د ورکړل سویو معلوماتو له مخي، د دغه ولایت په پاته ولسوالیو کي هم د بې‌وزله او اړو کورنیو سروې سوې او د راروان ژمي له پيل وړاندي به پر اړو او بې‌وزله کورنیو د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته ووېشل سي.

د سیداباد ولسوالۍ اړي او بې‌وزله کورنۍ هم خوښي دي چي د خوړو نړیوال پروګرام له لوري ورسره مرسته وسوه، خو ټينګار کوي چي سوې مرسته دوی ته بسنه نه کوي او غوښتنه کوي چي د دغه ولسوالۍ وزګارو او اړو ځوانانو ته د دوامداره کارکولو زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *