د میدان وردګ ولایت ‌د ط..البانو د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست خبر ورکړی

د میدان وردګ ولایت ‌د ط..البانو د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست خبر ورکړی، چي د پنج شنبې په ورځ د دغه ولایت د جلریز، نرخ، سیدآباد، چک، جغتو، دایمیرداد، حصه اول بهسود او مرکزي بهسود ولسوالیو لاري زياتي د واوري له امله د ترافیکو پر مخ تړل سوي دي.
د‌ ياد رياست مسئولين وایي چي هڅي رواني دي تر څو دغه لاري بیرته د ترافیکو پر مخ خلاصي کړي.