د غزني څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د شنبې په ماخستن نامعلومو کسانو د دغه ولايت د ګیرو ولسوالۍ په دېسي کلي يو کس وژلی او د سيمي څخه تښتولي دي.
د دغه کس هويت او د وژل کېدو لامل تر اوسه پوري څرګند نه دئ، خو د ياد ولايت د ط..البانو مسؤلينو په ياده سيمه کي د دغه کس د وژل کېدو خبر تائید کړی خو په اړه ئې نور معلومات نه دي ورکړي.
بايد وويل سي چي د شنبې په ورځ د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کي هم د يوې وژل سوي نجلۍ جسد موندل سوی وو. نامعلومو کسانو دغه نجلۍ چي په خورا بې رحمۍ سره وژلې وه، جسد ئې د قره باغ او ګيرو ولسوالۍ په منځ سيمه کي د ځايي خلګو له خوا پيدا سوی وو.