د نایجریا په شمال ختیځ کي د بورنو ایالت مرکز مایدګوري ښار په یوه جومات کي د چهارشنبې ماښام د لمانځه پر مهال چاودنه سوې

د نایجریا په شمال ختیځ کي د بورنو ایالت مرکز مایدګوري ښار په یوه جومات کي د چهارشنبې ماښام د لمانځه پر مهال چاودنه سوې، چي له امله ئې اووه کسان وژل سوي او يو شمېر نور ټپيان سوي دي.
د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخي، دا چاودنه هغه مهال رامنځ ته سوې چي لمونځ کوونکو د ماښام لمونځ ادا کوی.
د سرچینې په وينا چاودنه د جومات داخل د ځای پر ځای سوو چاودېدونکو توکو له امله را منځ ته سوې.

مایدګوري ښار په تېرو کلونو کي د وسله‌والو ډلو لکه بوکوحرام او د داع.ش لوېديځي افریقا څانګي د فعالیتونو مرکز بلل سوی او وخت ناوخت په کښي ورته خونړۍ پېښي رامنځ ته کېږي.