د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، چي د جلال اباد ښار د صنعتي پارک په سيمه کي د زړو توکو په يو دکان کي يوې زړې مرمۍ چاودنه کړې، چي له امله ئې درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي يو کس وژل سوی او دوه نور ټپيان دي.