د ننګرهار د‌ ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ننګرهار د‌ ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کي تېره شپه يوه خونه نړېدلې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي يوه ښځه وژل سوې او يوه لور ئې ټپي سوې ده.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د ننګرهار ترڅنګ په يو شمېر ولايتونو کي هم ورته پېښي رامنځ ته سوي وې، چي له امله ئې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.