د ننګرهار د ط..البانو د عامي روغتیا رياست وايي

د ننګرهار د ط..البانو د عامي روغتیا رياست وايي، چي د سې شنبې په ورځ سهار مهال په جلال اباد ښار او شاوخوا سيمه کي د زلزلې له امله ۱۵ کسان ټپيان سوي دي.
د ياد رياست په وینا چي ټپیان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي او تر درملني وروسته رخصت سوي دي.
د ياد رياست په خبره چي دغه کسان په جلال‌اباد ښار، بهسودو او کوز کنړ کي د زلزلې له امله ټپيان سوي وو.