د ننګرهار د ط..البانو د والي مشاور د معلوماتو د افشا کولو په تور ط..البانو نيولی

د ننګرهار څخه محلي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البانو د ننګرهار د والي مشاور سيداحمد فضلي چي د جمهوري نظام د وخته څخه د ننګرهار د والي مشاور و، ط..البانو په دې تور نيولی، چي بهرنيو رسنيو سره ئې رسمي اسناد شريکول.
د سرچينې په خبره چي ط..البانو هغه د ننګرهار ولايت په خباش خېلو په سيمه کي نيولی و، وروسته ئې کابل ته انتقال کړی او زنداني کړی دئ.
بايد وويل سي، چي ط..البانو په تېرو څلورو کلونو کي څو ځله پخواني نظاميان او د پخواني حکومت کارکوونکي د بېلابېلو تورونو له کبله نيولي او زنداني کړي دي.