د ننګرهار محلي سرچينو څراغ تلوېزون ته خبر ورکړی چي څو شیبې مخکي د پاکستان پوځ د ننګرهار پر ګوشتي ولسوالۍ پراخ بريدونه

د ننګرهار محلي سرچينو څراغ تلوېزون ته خبر ورکړی چي څو شیبې مخکي د پاکستان پوځ د ننګرهار پر ګوشتي ولسوالۍ پراخ بريدونه کړي دي.
د سرچيني په خبره چي بريدونه درانه وو او د عامو خلګو کورونه په نښه سوي دي.
سرچينه زیاتوي چي سلګونه کورنۍ بې ځایه سوي او پاتي کورنۍ هم د یادي سيمي څخه د وتلو کوښښ کوي.

د یادوني وړ ده چي د مرګ ژوبلي دقیق معلومات تر اوسه نه دي معلوم سوي.