د ننګرهار ولايت د ط.. البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر قريشي بدلون څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ننګرهار ولايت د ط.. البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر قريشي بدلون څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په شينوارو ولسوالۍ کي د يوې خوني چت نړېدلی، چي له امله ئې يو کس وژل سوی او څلور نور ټپيان دي.
د هغه په وينا چي د زيات اورښت له امله دغه خونه نړېدلې او له امله دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په خبره چي په ټپيانو کي يوه ښځه او درې ماشومان شامل دي.