د ننګرهار په چپرهار کي د تندر د لوېدو له امله دوه تنه وژل سوي دي

د ننګرهار د طبيعي پېښو په وړاندي د مبارزي رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کي دجمعې په ورځ د تندر د لوېدو له امله دوه کسان وژل سوي او دوه تنه نور زخميان سوي دي.
د يادوني وړ ده، چي د پنج شنبې په ورځ هم د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کي تندره لوېدلي وه، چي له امله ئې يو کوچنی وژل سوی وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *