د ننګرهار څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په لومړۍ ناحیه کي وسله والو يو رخشه چلوونکی ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وسله والو کسانو رخشه کرايه کړې وروسته ئې رخشه چلوونکی ويشتلی او وژلی دئ.
سرچينه زياتوي چي دغه وژل سوی ځوان فواد نومېدئ.

بايد وويل سي، چي ط..البانو تر اوسه د دغه پېښي په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.