د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د پنج شنبې په ورځ وسله والو غلو د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کي يو دکاندار وژلی او قيمتي توکي ئې ورڅخه وړي دي.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی کس سلطان نومېږي.
تر اوسه ط..البانو د يادي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.

بايد وويل سي، چي په دې وروستیو کي په افغانستان کي د غلاو پېښي زياتي سوي، چي ولس د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.