د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د تاج محمد په نوم ځوان د بلجيم څخه يوه مياشت مخکي د خپلي کورنۍ د ليدو له پاره افغانستان ته راغلی و، چي نامعلومو کسانو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان د پنج شنبې په ماخستن په جلال اباد ښار کي د روښان پوهنتون سره نژدې وژل سوی دئ.
د تاج محمد کورنۍ وايي چي له هېچا سره ئې شخصي دښمني نه درلودل.
تراوسه ط..البانو د يادي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.