د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمعې په ورځ سهار مهال د دغه ولايت د هسکي مېني په ولسوالۍ کي د زيات باران له امله د چرګانو يو فارم نړېدلی دئ.
د سرچينې په خبره په دغه پېښه کي يو کس وژل سوی او يو بل ټپي سوی دئ.
دغه راز په ياده پېښه کي سلګونه چرګان هم تلف سوي دي.