د نن څخه پوره يو کال مخکي د پښتنو د قوم سالار، رهبر او ديني عالم مفتي منير شاکر د پښتنو د سرسخته دښمنانو له خوا په ش.هادت ورسېدئ.
د مفتي منير شاکر د شهادت څخه يو کال پوره سو؛ خو د پښتنو پر زړه اوس هم د هغه فراق داغ تازه دئ. مفتي منير شاکر يو پوه، زړور او بااخلاصه ديني عالم و، چي د پښتنو د لارښووني او د ټولني د خدمت په ډګر کي ئې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوري خدمت وکړ او په همدې لاره کي ئې خپل سر هم قرباني کړ.
د هغه د شهادت د يو کلن تلين په مناسبت زيات شمېر پښتنو پر خپلو ټولنيزو رسنيو د هغه ياد تازه کړی. هغوی لیکلي، چي مفتي شاکر نه يوازي د اسلام له پوهي او ژور فکره برخمن و، بلکي د پښتني ټولني د یوالي او د پښتنو د ويښولو په برخه کي يو ستر مبارز و.
بايد وويل سي، چي مفتي منير شاکر د ۲۰۲۵ ميلادي کال د مارچ د مياشتي پر ۱۵ نېټه د خيبرپښتونخوا ايالت په پېښور کي د يوې چاودني پرمهال خپل ژوند دلاسه ورکړی.