د نوبل د سولي جایزې ګټونکې ملالي یوسفزۍ ویلي

د نوبل د سولي جایزې ګټونکې ملالي یوسفزۍ ویلي، نړۍواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب له پاره عملي ګامونه پورته کړي.
هغې د بريتانيا د ابزرور ورځپاڼي سره په یوې تازه مرکه کي ويلي، چي په افغانستان کي د ښځو پر وړاندي روان محدودیتونه جدي اندېښنې راپارولي او د دې وضعیت د دوام مخنیوي له پاره اغېزمن نړۍوال میکانيزمونه اړین دي.
هغې زیاته کړې، چي افغان نجوني د ګڼو ستونزو سربېره لا هم د زده‌کړو او خپلو حقونو د ترلاسه کولو له پاره هڅي کوي.

ملالي د نړۍوالو مشرانو پر کمزوري دریځ نیوکه کړې او ټینګار ئې کړی، چي د ښځو اساسي حقونه باید د سیاسي او کلتوري بحثونو تر سیوري لاندي پاته نه سي.
په همدې حال کي، په افغانستان کي د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو لګېدلي محدودیتونه لا هم د نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو د اندېښنې وړ موضوع بلل کېږي.