د نورستان د امنيه قوماندان پر رنجر موټر چاودنه کي څلور کوچنیان وژل سوي

دغه چاودنه نن د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کي سوې ده.

په چادونه کي څلور کوچیان وژل سوي او د نورستان د امنیه قومندان څلور ساتونکي ټپیان دي.

په ننګرهار کي یوې امنیتي سرچینې ویلي، پېښه نن غرمه هغه مهال رامنځته سوه، چي د دره نور په شیمل کلي کې دا رنجر موټر د سړک پر غاړه پر یوه ښخ سوي ماین ور برابر سو.

د سرچینې په خبره، په چادونه کي د جمالزي دوه زامن هم وژل سوي دي.

تر اوسه چا د برید مسولیت نه ‌دی منلی