د نورستان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په منډول ولسوالۍ کي د چهارشنبې په ورځ د يوې خوني چت نړېدلی چي له امله ئې دوو ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي يوه مېرمن وژل سوې او يو بله ټپي سوې ده، چي د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوې ده.