د نورستان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د نورستان ولايت په نورګرام ولسوالۍ کي يو موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ، چي له امله ئې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي يو کس وژل سوی او د درو مېرمنو په ګډون ۹ کسان نور ټپيان سوي دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.