د نورستان ولایت د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ په کوټیا کلي کي د ۷ کیلو متره سړک د رغولو خبر ورکړی دی

د یاد ولایت د کليو بيارغوني او پراختیا رئيس مولوي احسان الله احمد ویلي چي دغه سړک د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوړ او ګټي اخیستنې ته سپارل سوی دی.

ورته مهال د سیمي اوسېدونکو د ياد سړک په جوړېدو خوښي ښودلې او ویلي يې دي چي د ياد کلي خلکو د سړک د نشتون له امله ډېري ستونزي ګاللي، او اوس به یې د یاد سړک په جوړېدو سره ستونزي حل سي.