د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کي د یوه پوځي ټانک د چپه کېدو له امله دوه ط..البان وژل سوي او دوه نور ټپیان دي.
د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند، ثاقب احمدزي، ویلي چي دا پېښه د جمعې په ماښام د نورګرام ولسوالۍ د ودانۍ ترڅنګ رامنځته سوې ده.
د نوموړي په وینا، هغه پوځي ټانک چي ط..البان ئې لېږدول، له سړک څخه اوښتی او چپه سوی، چي له امله ئې دوه ط..البان وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.