تیره شپه د افغانستان پر ختیځ ولایتونو د قیامت شپه وه،یوې سختي زلزلې ختیځ ولایتونو ته درنه لړزه ورکړه،یاده زلزله دومره شدیده وه چي په لسګونو کلي یې مکمل ویجاړ کړل، ماشومان،ښځي،لویان،او سپین ږیري یې ژوندي تر خاورو لاندي کړل،د مړو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته رسیږي او لا تر اوسه په سلګونو خلګ تر خاورو لاندي ورک دي،خو د هب.ت الله په شمول ، د طالب سیاسي مخورو څهرو د افغانانو سره هیڅ نوع مالي او معنوي خواخوږي نه ده څرګنده کړې.
دیادي فاجعې اړوند د هند،پاکستان،چین او ایران دولتونو د افغانانو سره خواخوږۍ څرګندي کړي او د هر نوع مرستو ټټر یې وهلی دی،خو د ط.البانو مشر یوازي دا نه چي د مرستو اعلان یې نه دی کړی بلکي مطلقه خاموشي یې اختیار کړې ده.
د یادوني وړ ده چي تیره هفته هم پاکستاني ډرونونو پر افغانستان یوه مرګباره حمله وکړه خو ط.الب مشران چوپ وه، او دا اول او دوهم ځل نه دی بلکي د افغانانو په هر غم کي د ط.الب مشران چوپ وي او ولسي خلګو ته هیڅ نوع ارزښت نه ورکوي .