د نيمروز ولايت ط..البانو د جمعې په ورځ رسنیو ته ويلي دي، چي په دغه ولايت کي ئې درې ټنه هغه درمل نيولي، چي په قاچاقي ډول د پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل.
د هغوی په خبره چي دغه درمل ئې په چهار بورجګ ولسوالۍ کي نيولي او ضبط کړي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي ط..البانو د پاکستان سره تر اختلافاتو وروسته د دغه هيواد سره پر هر ډول تجارت بنديز لګولی.