د نړۍوال عدالت پروژې د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخي، افغانستان د قانون د حاکمیت له پلوه د نړۍ د ۱۴۳ هیوادونو په منځ کي ۱۴۲م ځای لري او په سویلي اسیا کي تر ټولو وروسته پاته هیواد بلل سوی دئ.
د راپور له مخي، افغانستان په دې ارزونه کي ۰.۳۱ نمرې اخیستي دي.
د قانون د حاکمیت له پلوه ډنمارک، ناروې او فنلنډ د نړۍ مخکښ هیوادونه بلل سوي دي.
د نړۍوال عدالت پروژه وايي، په افغانستان کي د قانون د حاکمیت وضعیت له ۲۰۲۰ کال راهیسي خراب سوی او د دغه هیواد نمرې له ۰.۳۶ څخه ۰.۳۱ ته کښته سوي.
دغه بنسټ زیاتوي، چې په نړۍ کي هم د قانون د حاکمیت وضعیت مخ پر خرابېدو دئ او په ډېرو هیوادونو کي د خلګو د اساسي حقونو د خوندیتوب په برخه کي ستونزي زیاتي سوي دي.