د نړۍ د اووه سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډ بیان کي د ایران له لوري روسیې ته د بالستیک توغندیو لېږل غندلي دي

د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي اتحادیې لوی استازي پرون په یوه بیان کي اعلان وکړ، چي دوی د ایران له‌خوا د بالستیک توغندیو صادرات او د روسیې له‌خوا د هغو رانیول په کلکه غندي او په‌دې برخه کي به ځانګړي اقدامات وکړي.
شواهد ښیي چي ایران د نړیوالو له بیا بیا غوښتنو سره – سره روسیې ته د وسلو له لېږد لاس نه‌دی اخیستی.
د جي۷ یا اووه سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو زیاته کړه چي، روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په ګډون له ایراني وسلو څخه د اوکرایني ملکیانو د وژلو او د دې هیواد په مهمو زېربناوو باندي د برید لپاره کار اخیستی دی.
دوی په خپل ګډ بیان کي له ایرانه غوښتي چي د اوکراین خلاف د روسیې د نامنصفانه او غیرقانوني جګړې ملاتړ سمدستي پای ته ورسوي.
بل خوا روسي چارواکو اوکراین ته ګواښ کړی، چي که د لوېدیځ په وسلو په روسیه کي دننه حملې وکړي نو په نتیجه کي یې مسکو ښايي پر اوکراین د اټومي وسلو برید وکړي.