د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ ليو د يوې مذهبي غونډي پر مهال د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او د نړۍ له مشرانو ئې غوښتي، چي د خبرو او سولي لاره دي انتخاب کړي.
پاپ ليو د سن پيترو په کليسا کي وويل چي د جګړې دوام د منلو نه دئ او اوس وخت را رسېدلی، چي شخړي دي د خبرو له لاري حل سي.
هغه زياته کړه، چي د جګړې پر ځای بايد د سولي او تفاهم هڅي زياتي سي.
نوموړي د جګړو د توجيه له پاره د مذهبي مفاهيمو کارول هم ناسم وبلل او په خبره ئې چي دين بايد د سولي له پاره وکارول سي، نه د جګړې له پاره.
پاپ ليو ټينګار وکړ، چي جګړې د انسانانو ژوند ته زيان رسوي او د ټولني ثبات له منځه وړي.
هغه له نړۍوالو مشرانو وغوښتل چي د جګړې د پراختيا مخه ونيسي او د سولي له پاره دي ګډ کار وکړي.