د نړۍ زیاتره اسلامي هیوادونو نن لوی اختر لمانځلی، خو ط..البان او پاکستان ئې سبا کوي

د سعودي عربستان په شمول د نړۍ زیاتره اسلامي هيوادونو، نن د جمعې په ورځ د لوی اختر (عید الاضحی) لومړۍ ورځ په رسمي توګه لمانځلې ده. د سعودي عربستان د چارواکو په وینا، سږ کال له ۱.۶ میلیونو څخه زیات حاجیان د حج مراسمو ادا کولو لپاره مکي مکرمي ته تللي دي،
خو په مقابل کښي د ط..البانو تر کنټرول لاندي افغانستان او ګاونډي پاکستان اعلان کړی، چي دوی به د شنبې په ورځ، د جون پر ۷مه لوی اختر کوي. د ط..البانو ستري محکمي ویلي، چي د ذی الحجې میاشتي د لیدو له پاره د دوی مرکزي او ولایتي کمېټو او عامو خلکو د میاشتي د لیدو شاهدي نه ده ورکړې، نو ځکه د اختر لومړۍ ورځ ئې د شنبې په ورځ ټاکلې ده.