د نیمروز امنیتي مسوولینو ویلي، په دغه ولایت کي د بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله ۲۳ تنو ته د مرګ‌ژوبله اوښتې ده

د نیمروز د زرنج- دلارام لویې لاري امنیتي مسوول «محمد حکمت» ویلي، چي د تېري یوې اوونۍ په لړکي د ۴ بېلا بېلو ترافیکي پیښو له امله ۲۱ تنه مړه او دوه ټپیان سوي دي.

د نوموړي په وینا، د دې ترافیکي پېښو ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د درملني په موخه روغتیايي مرکزونوته لېږدول سوي دي.

په وروستیو درېیو کلونو کي په تقریباً ټولو ولایتونو کي ترافیکي پېښي په کمساري توګه زیاتي سوي چي ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *