د نیمروز ولایت پولیسو ۷ تنه نیولي چي غوښتل یې د نس له لاري نشه یي توکي ولیږدوي

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د دغه ولایت زرنج ښار د وریښمو پله کمیسارۍ منسوبینو هغه ۷ تنه نیولي چې غوښتل یې ایران ته په خپلو نسونو کي نشه یي توکي قاچاق کړي.
د نیمروز د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر وایي، چي له یادو کسانو ۵ کیلو او ۱۶۱ ګرامه نشه یي توکي ترلاسه سوي دي.
له دې وړاندي هم ګڼ شمېر هغه کسان نیول سوي چي بهرنیو هیوادونو ته د نس له لاري نشه يي توکي لیږدوي.