د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبډلي د شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کي د سویلي افریقا په ماتولو سره په لومړي ځل نړیوال جام وګټی

دغه پایلوبه د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کي ترسره سوه، چي نیوزیلنډ د ۳۲ منډو په تفاوت وګټله.

د لوبي پچه سویلي افریقا وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه، د نیوزیلنډ لوبډلي په شلو اورونو کي د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۵۸ منډي وکړې.

د یادي لوبډلي په ګټه امیلیا کر۴۳، بروکي هالیډی ۳۸ او سوزي بټز ۳۲ منډي وکړې.

د نیوزیلنډ د هدف په دوام د سویلي افریقا لوبډلي ۱۲۶ منډي وکړې، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او یو وار بیا یې پایلوبه وبایلل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *