د نیویارک ټایمز د راپور له مخه د سپیني ماڼۍ سرچینو ويلي چي د ډونالډ ټرمپ ادارې په هغه پيغام کي مستقيم رول درلود

د نیویارک ټایمز د راپور له مخه د سپیني ماڼۍ سرچینو ويلي چي د ډونالډ ټرمپ ادارې په هغه پيغام کي مستقيم رول درلود، چي د شهباز شريف له لوري د ايران په اړه خپور سو.
راپور څرګندوي چي سپيني ماڼۍ د دغه پيغام مسوده تر خپرېدو مخکي کتلې او تائيد کړې وه. له همدې امله، دا پيغام تر ډېره د واشنګټن له لوري ترتيب سوی و او د پاکستان د صدراعظم له لاري خپور سو، نه دا چي د اسلام‌اباد خپلواک ابتکار وي.
د امريکايي رسنيو په وينا، دا اقدام په داسې وخت کي وسو چي ټرمپ غوښتل له خپل ټاکلي ضرب‌الاجل څخه شاتګ وکړي، خو په داسي ډول چي سياسي فشار کم کړي او خپل موقف وساتي. پاکستان په دې حالت کي د يو منځني چينل په توګه راڅرګند سو او پيغام يې د يوې ډيپلوماټيکي هڅي په بڼه وړاندي کړ.

په عمومي توګه، پاکستان په سيمه کي ځان د يو فعال منځګړي په توګه ښودلی او پخوا يې هم د افغانستان، امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په اسانتيا کي رول لوبولی دی. همدارنګه، اسلام‌اباد هڅه کوي چي د سيمه‌ييزو شخړو په حل کي د يو باور وړ واسط په توګه خپل سياسي حيثيت پياوړی کړي. خو د دې ځانګړي مورد په اړه راپورونه ښيي چي د ايران او امريکا ترمنځ د پيغام لېږد زياتره د واشنګټن له لوري تنظيم سوی و.
دا موضوع هغه څرګندوني هم يو څه روښانه کوي چي د جي شنکر څو ورځې مخکي کړي وې، کله چي ترې وپوښتل سول چي ولي پاکستان د منځګړيتوب په هڅو کي مخکښ ښکاري. هغه ويلي وو چي هېواد يې «دلالي» نه کوي، چي دا د سيمه‌ييزو سياسي رقابتونو يوه بېلګه بلل کېږي.
په ټوله کي، دا پېښه ښيي چي که څه هم پاکستان هڅه کوي د منځګړيتوب رول ولوبوي، خو په ځينو حساسو حالاتو کي د لويو قدرتونو د پيغامونو د لېږد وسيله ګرځي، نه دا چي تل خپلواکه ډيپلوماټيکه ابتکارات ولري.