د هالنډ رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د سويلي ساحل په اوبو کي ئې هغه ربړي کښتۍ ژغورلې چي ۳۸ کسان په کښي ناست وو.
په راپور کي ويل سوي، چي په کښتۍ کي سپاره ۳۶ افغانان وو او دوه تنه د سوډان اوسېدونکي وو.
پوليسو ويلي، چي ياد دوه سوډانيان ئې د انساني قاچاق په تور نيولي دي.
د هالنډ پوليسو ويلي، چي د نيول سوو افغان کډوالو د پناه غوښتني به وڅېړي.