د هرات د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسئولينو ويلي

د هرات د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسئولينو ويلي، چي سږ کال د تیرو اتو میاشتو په جریان کي له دې ولایت څخه له ۲۲ ټنو څخه ډېر زعفران بهرنیو بازارونو ته صادر سوي دي.
د دوی په وینا، د صادر سوو زعفرانو ارزښت له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه اوښتی دئ.
د معلوماتو له مخي، د‌ هرات زعفران د اروپا، امریکا، عربي هیوادونو او منځنۍ اسیا بازارونو ته لېږدول سوي دي.

سرچینې زیاتوي چي دا زعفران د ځمکني لارو، یا هم د کابل له هوایي ډګر څخه بهر ته صادر سوي دي.