د هرات د سوداګرۍ او پانګوني خوني چارواکي وايي چي سږ کال د افغانستان د زعفرانو صادراتو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی

د هرات د سوداګرۍ او پانګوني خوني چارواکي وايي چي سږ کال د افغانستان د زعفرانو صادراتو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی دئ.
د دوی د معلوماتو له مخي، نږدې ۲۲ ټنه زعفران چي ارزښت یې ۳۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، بهرنیو هیوادونو ته صادر سوي دي، چي زیاتره ئې د هرات ولایت له کروندو راټول سوي دي.
د سوداګرۍ او پانګوني خوني استازی محمد یوسف امین، وایي چي یوازي له هرات څخه ۳۰۵ کیلو زعفران، چي شاوخوا ۳۳۶ زره ډالره ارزښت لري، سږکال بهر ته لېږل سوي دي.

د زعفرانو سوداگريز شرکتونه هم وايي، اروپایي هیوادونو د هرات زعفرانو ته ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه روانه ده چي صادرات نور هم پراخ سي. د دوی په وینا، اوس مهال د افغانستان زعفران امریکا، اروپایي هيوادونو، اسټرالیا، کاناډا، هند او سعودي عربستان ته صادرېږي.