د هرات سوداګرۍ خوني مسئولين وایي چي له دغه ولایت څخه سږکال په تېرو نهو میاشتو کي شاوخوا د ۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت

د هرات سوداګرۍ خوني مسئولين وایي چي له دغه ولایت څخه سږکال په تېرو نهو میاشتو کي شاوخوا د ۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه مېوې بهرنیو هیوادونو ته صادري سوي دي.
د هرات د سوداګرۍ خوني څخه په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي چي د صادرو سوو مېوو ټول وزن ۲۲ زره او ۲۴ متریک ټنو ته رسېږي. دغه مېوې اکثراً د آسیا او اروپا مختلفو هیوادونو ته صادري سوي دي.