د هرات مسوولین وایي، په یاد ولایت کي د یو موټر د چپه‌کېدو له امله درې کسان مړه او یو بل ټپي سوی دی

د هرات د والي ویاند، محمدیوسف سعیدي ویلي چي دا پېښه  پرون د هرات – اسلام کلا پر لاره د یوې ټکسي د چپه‌کېدو له امله سوې ده.

د مسوولینو په وینا چي په دې موټر کي سپاره د ایران له مشهد څخه هرات ښار ته روان وو.

دا په داسي حال کي ده چي پرون د‌ وردګو په سیدآباد کي هم د ترافيکي پېښي له امله درې کسان مړه او اووه نور ټپيان سوي وه.

د ځایي سرچینې د معلوماتو له مخي چي دا پېښه د سیدآباد ولسوالۍ شنیز درې اړوند شش کلا سيمه کي د کابل_ کندهار پر لویه د ټوډي او سراچې ډوله موټرونو د ټکر له امله سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *